پرایس: امریکا د افغانستان د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس

د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دفاع وزیران نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) په بروکسل کې د افغانستان پر پوځي ماموریت خبرې کوي.

د دې غونډې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې روانې شخړې د منلو نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي، څو دا هېواد په سوله او ثبات کې وي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه: "موږ دا منو، دا حقیقت دی چې شخړې د نه منلو تر بریده زیاتې دي. د شخړو اوسنۍ کچه په ټول افغانستان کې د منلو نه ده، موږ دا موضوع له نژدې له خپلو شریکانو سره تعقیبوو."

ښاغلي پرایس زیاته کړه چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن برخه اخېستې ده.

په دې غونډه کې د ناټو دفاع وزیران دا څېړي چې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي که خپل پوځیان له دې هېواده بهر کړي.