فوټبال؛ د پرتګال پورتو لوبډلې د ایټالیا یوونټوس ته ماتې ورکړه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د پرتګال پورتو فوټبال لوبډلې د اروپا ورزشي کلپونو جام سیالیو کې د ایټالیا یوونټوس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ورزشي سایټونو راپورونو کې راغلي، د پرتګال پورتو لوبډلې دوه د یو پر وړاندې د ایټالیا یوونټوس لوبډلې باندې برلاسې شوه.

د پورتو لوبډلې په لومړۍ دقیقه کې لومړۍ او نیمه دقیقه وروسته دوهم ګول وکړ، خو د یوونټوس لوبډلې په ۸۰یمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه.

د دواړو لوبډلو د بېرته ستنېدو لوبې به د ایټالیا په تورین کې ترسره شي.