چاودنې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وواژه

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې عکس

په کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وژل شوی او یو بل کس ټپي دی.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته د استاد مبشر مسلیمار وژل کېدل تایید کړي، دغه امنیتي سرچینه وايي، لا هم څیړنې رواني دي چې د دوهم کس هویت وپېژندل شي.

په کابل ښار د پنجشنبې په سهار دوه چاودنې وشي، د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامزر رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رینجر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نه دی رسیدلی.

دوهمه چاودنه د کابل پوهنتون او علي اباد روغتون اړوند سړک کې په یوې شخصي کرولا ډوله موټر شوې چې په ترڅ کې یې دوه کسه وژل شوي.

نوموړی وايي، دواړه چاودنې چسپکي ماینونه وو.

لا تر اوسه ددې چاودونو مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی .