د پنجشنبې په سهار په کابل کې دوه چاودنو تر دا مهاله یو کس وژلی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار ۱۰مې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رنجر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نهدی رسېدلی.
ښاغلی فرامرز وايي، دوهمه چاودنه د کابل پوهنتون او علياباد روغتون اړوند سړک کې په یوې شخصي کرولا موټر شوې چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی.
نوموړی وايي، دواړه چاودنې چسپکي ماینونه و.
لا تر اوسه د دې چاودنو مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.