پامیر قول اردو: کندز کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۴ کسان ازاد شول

ارشیف، بغلان کې د طالبانو له یوه زندانه خوشې شوي کسان

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په کندز کې د طالبانو له یوه زندانه د ۲۴ کسانو د ازادېدو خبر ورکوي.

دغې قول اردو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې قول اردو کمانډو ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ په کابلي قشلاق کلي کې د طالبانو پر دغه زندان برید وکړ چې په پایله کې یې ۲۴ تنه چې له یوه پرته نور ټول د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي وو، له دغه زندانه ازاد کړل.

وړمه ورځ هم د بغلان امنیه قوماندانۍ د دې ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه د امنیتي ځواکونو د څو غړو په ګډون د ۲۴ بندیانو د ازادېدو خبره کړې وه.

د کونړ چارواکي په چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه ډلمشر او د هغه د دوو زامنو د وژلو خبر ورکوي.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان نن سهار ازادي راډيو ته وويل چې د ترلاسه کړیو معلوماتو له مخې د شاهین په نوم د طالبانو دغه ډلمشر له خپلو دوو زامنو سره یوځای تېره شپه په سیدور کلي کې د نا پېژانده وسله‌والو په برید کې وژل شوی.

طالبانو د خپل دغه قوماندان د وژلو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو د راپورونو له مخې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ تېر کال د اسلامي دولت ډلې یا داعش د سخت دریځو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو شاهده وه.