یوې زلزلې چې قدرتیې د ریښتر په اندازه ۵،۶ ثبت شوی، تېره شپه د ایران په جنوب لوېدیځ کې د سي سخت ښار ته نږدې سیمې ولړزولې.
د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې دغې زلزلې په دې ښار او ترڅنګ ښارګوټي یاسوج کې خلک ډېر بېرولي او هغوی یې له کورونو تېښتې ته اړ کړي و.
د دغې زلزلې له امله په دغو ښارونو کې د اوبو او برېښنا خدمتونه قطع شوي دي.
ایراني چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او تر اوسه د ۱۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
سي سخت چې د تهران په جنوب ۵۰۰ کیلومترۍ کې پرته یوه کرنیزه سیمه ده، شپږ زره اوسېدونکي لري.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې دغه زلزله چې د شپې په ۱۰ بجو وشوه، مرکز یې ۱۰ کیلو متره تر ځمکې لاندې و.
د راپور له مخې تر اوسه د دغې زلزلې له امله د احمتالي مړینو راپور نهدی ورکړل شوی، خو د دوو ټپیانو وضعیت خطرناک ښودل شوی دی.