ناټو د عراق په کردستان کې پر یوې هوایي اډې راکټي برید وغانده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي د عراق په کردستان کې پر یوې هوایي اډې راکټي برید چې یو بهرنی قراردادي په‌کې ووژل شو، وغانده.

ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې له لومړۍ جلسې وروسته خبریالانو ته وویل: "زه په اربیل کې توغندیز برید او د یوه کس د وژنې تراژیدي غندم، هغو کسانو ته تسلیت وایم چې خپلې خواخوږي یې له لاسه ورکړې دي، هیله کوم چې د پېښې ټپیان ژر روغ شي."

د دوشنبې په ناوخته دغه برید کې ۱۴ تنه ټپيان شول.

پرون فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او امریکا هم دغه برید په کلکه وغانده.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې برید د چا له لوري شوی، خو له دې وړاندې سیمه کې شیعه مذهبه ملېشې چې د ایران له ملاتړه برخه‌منې دي، ورته بریدونو کې په لاس لرلو تورنې شوې دي.