د بلغاریا چارواکي وایي، په یوه کښتۍ کې یې چې له دوبۍ یې د ایران ساختماني مواد لېږدول، څه باندې ۴۰۰ کیلوګرامه هیروئین ضبط کړي دي.
څارنوال ولادمیرچاوداروف پرون سې شنبې(د سلواغې ۲۸مه) وویل، دغه هیروئین په ۴۸۷ کڅوړو کې د قیرپه رولونو کې ځای پرځای شوي وو.
د ساختماني موادو د واردونکي شرکت خاوند او د ګمرک یو چارواکی د دغو مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
دغه هیروئین چې د بلغاریا په وارنا بندر کې ضبط شوي، ارزښت یې شااوخوا ۲۲ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.