ایران د ملګرو ملتونو د اټمي انرژې ادارې سره همکاري محدودوي

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ اداره

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې 'IAEA ' تایید کړې چې ایران ورته خبر ورکړی چې نیت لري د فبرورۍ د میاشتې تر۲۳ مې پورې له دغې ادارې سره خپله همکاري محدوده کړي.

ویانا میشتې دغې ادارې پرون سې شنبې (د سلواغې ۲۸مه) اعلان وکړ چې تهران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د تړون له مخې په خپله خوښه د شفافیت د اقداماتو په اړه له خپلې کړې ژمنې په شا کېږي.

د دغې ژمنې پر اساس د نړیوالې اټمي انرژې د ادارې څارونکو اجازه لرله چې په ایران کې له اټمي تاسیساتو لیدنه وکړي.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ویاند په وینا د دغې ادارې مشر رافایل ګروسي ایران ته د سفر وړاندیز کړی، څو د دغې ادارې د څارونکو د فعالیت دوام ته یوه حل لاره پیدا کړي.

په دغې اداره کې د ایران استازي کاظم غریب ابادي دوه ورځې مخکې ویلي و چې تهران دا اداره له خپلې پریکړې خبره کړې ده.