کابل کې د ترکمنستان سفیر د طالب پلاوي په اړه معلومات ورکړل 

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ترکمنستان سفیر حضور ته ومانه

په کابل کې د ترکمنستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرته د طالبانو د پلاوي د ترکمنستان د سفر په اړه، معلومات ورکړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، څرګنده کړه چې محمد حنیف اتمر د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره نن په کابل کې وکتل.

د دې لیدنې کتنې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې طالبانو د ترکمنستان له چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تېره اوونۍ ترکمنستان ته تللی و.