د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: ۱۳۹۹کې د ۳۳ رسنیو جوازونه تمدید شول

ارشیف

‎د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې یې د ۳۳ رسنیو جوازونه تمدید او د ۸ نورو یې لغوه کړي دي.

‎د دغه وزارت سرپرست وزیر طاهر زهیر چې د سې شنبې په ورځ يې ملت ته د دولت د حساب ورکوونې په ناسته کې د دغه وزارت د تېر یو کال د چارو راپور شریک کاوه وویل چې دغه کال دوی د فرهنګ او هنر په برخه کې لاسته راوړنې هم درلودلې.

‎ښاغلي زهیر د ایسسکو په سازمان کې د منار جام ثبتول، د دېرشو باستاني سیمو په نښه کول، له یو شمېر سیمو د تاریخي او باستاني اثارو موندل، د ۲۳ لرغونو ابدو بیا رغونه او د افغانستان فلم او لاجورد فسټيوال جوړول د دغه وزارت د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

‎خو ښاغي زهیر په یاد کال کې له ۸۸۷ میلیونه بودجې یوازې د ۸۴ سلنې بودجې د مصرف خبره وکړه ويې ويل چې، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله پاتې نوره بودجه نه ده مصرف شوې.

‎د اطلاعاتو او فرهنک وزارت سرپرست وویل، دغه وزارت د ۱۳۹۹مالي کال په لړ کې د بېلابېلو فعالیتونو له لارې ۲۵۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.