چارواکي: په ارزګان کې لسګونه پراختیايي پروژې پلې شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان موقعیت

په ارزګان ولايت کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي.

د ارزګان د کرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري نن ازادي راډیو ته وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو ترڅنګ نږدې ۷۴ پراختیایي پروژې پلې کړي دي.

نوموړي وویل، په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو صفر درجې زېرمتونونه، د مڼوا او انارو سړې خونې، نوي بڼونه، د نیالګیو قوریې جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو اومالدارانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي.

ښاغلي خیري وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې دوی يو زر او ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي.

احمدشاه خيري زياته کړه، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره د ارزګان ولايت د کرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته اوږدمهال او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.