د صرافانو شورا: د افغانستان بانک چارواکي خبرو ته نه حاضرېږي

د خوست د صرافۍ يوه څنډه.

د افغانستان د صرافانو سراسري شورا
وايي، له لسو ورځو اعتراض او کاربندیز وروسته هم نه یوازې دا چې د دوی ستونزه نه ده حل شوې، بلکې د افغانستان بانک چارواکي ورسره خبرو ته هم نه دي حاضر شوي.

د دغې شورا ویاند محمد هاشم روضه یي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د صرافانو کاربندیز صرافانو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي او د سوداګرو او نورو هغو خلکو کار یې هم زیانمن کړی چې د خپلو معاملو لپاره صرافۍ کاروي.

دوي ټینګار کوي، چې د افغانستان بانک باید د دوې غوښتنې ومني او ستونزه يې ورهواره کړي.

صرفانو خبرداری ورکړی، تر کومه چې د دوی ستونزې هوارې نه شي د صرافۍ مارکېټونه به تړلي وي.

د افغانستان بانګ په دې وروستیو کې د صرافانو او د پیسو د خدماتو د وړاندې کولو فعالیت لپاره د شرکت جوړولو پرېکړه کړه ده.

د دغې پرېکړې له مخې، شخصي صرافۍ د پیسو په شرکتونو بدلېږي او بیا د فعالیت جواز ورکول کېږي هغه څه چې صرافان يې خپلو امکاناتو ته په کتو نه مني.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د افغانستان بانک تازه غبرګون هم واخلو خو ونه توانېدو.

خو د دغه بانک د نشراتو برخې مسوول حسیب الله نوري تردې مخکي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و، چې دوی په شرکتي د صرافانو د انفرادي جوازونو اړولو پرېکړه د ترهګرۍ د مخنيوي او تورو پېسو د مینځلو په هدف کړې ده.