د فاریاب چارواکي: په المار کې ماين چاودنې ۷ پولیس وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د فاریاب ولایت موقعیت

د فاریاب پولیس تاییدوي، چې په المار ولسوالۍ کې ۷ پولیس د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادۍ راډیو ته وویل، پرون مازیګر د پولیسو هاموې ټانګ د المار ولسوالۍ په بازار کې پر ماین وربرابر شو.

د ښاغلي شورش په خبره، په چاودنه کې ۷ پولیس ووژل شول.

که څه هم د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه ماین وسلوالو طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.