چارواکي: د اسلام قلعه بندر کې د اورلګېدنې له کبله ٢٠ کسان ټپیان شوي

د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدو له کبله د اوښتو زيانونو انځور

د هرات چارواکي وایي، په اسلام قلعه بندر کې د تېلو په ټانکرونو کې د اورد لګېدو په پېښه کې لږترلږه شل تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، چې اوس په سیمه کې بل شوی اور کنټرول شوی دی.

د هرات والي وحید قتالي ویلي، په دغه بندر کې چې د تېلو او ګازو د شاوخوا اوه سوه ټانکرونو د درېدو ظرفیت لري، د تېرې شنبې په ورځ د اورلګېدو په مهال په کې څه باندې دونیم زره لارۍ درېدلې وې.

نوموړي ویلي، چې څه باندې دوه زره موټر له اوره بچ کړاى شوي دي.

د هرات والي وویل، په څو کمو ځایونو کې تراوسه اوربل دی چې د نن ورځې ترپایه به هغه مړشي.

هغه وویل، په دې اړه چې په ټانکرونو کې د چاودنې علت څه واو داچې بل شوي اور څومره مالي زیانونه اړولي، څېړنه پیل شوې ده.

د دغه اورتر لګېدو وروسته په کابل کې چارواکو ویلي، چې له ایران سره پر دې کار کوي چې د ګټې سوداګرۍ لپاره یوه بدیله لار ومومي.