هرات کې د پاشدان بند د ۱۱ برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ یې خوشې شول

Your browser doesn’t support HTML5

جریان کار ساخت بند پاشدان

د هرات په کرخ کې د پاشدان بند د ۱۱ برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ هغه خوشې شوي دي.

د پاشدان بند د پروژې مسؤل محمد عارف اڅکزي ازادي راډیو ته وویل، ۱۱ کارکوونکي یې پرون نامعلومه وسله‌والو له ځان سره بیولي چې تر اوسه د ۷ تنو هغو د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري.

د هرات امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۰ کیلو متري واټن کې پروت دی.

ټاکل شوې تر درې میاشتو پورې دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو چارې هم پيل شي.

دغه بند د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.