چارواکي: جلال‌اباد کې د داعش ۷ ځانمرګي او کلیدي کسان ووژل شول

ارشیف، د داعش ډلې بیرغ

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د چارواکو په وینا د داعش ۷ ځانمرګي او کلیدي کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان تېره شپه د ښار د اوومې حوزې په غوچکو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

اعلامیه کې ادعا شوې چې امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له همدې سیمې د ځانمرګو بریدونو ۴ واسکټونه، یو راکټ او درې کلاشنیکوفونه ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار چارواکي وایي، دغو وسله‌والو هڅه کوله چې له ملکي کسانو د سپر په توګه کار واخلي، خو دوی ټینګار کړی چې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله‌والې ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.