د ننګرهار چارواکي: ۱۴ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې مېشت افغان ځواکونه

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې د ۱۴ وسله‌والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر پرون ازادي راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په حصارک ولسوالۍ کې پرون غرمه مهال د هوايي بريد په پايله کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

دغه‌راز ویل شوي چې په یوه بل هوایي برید کې چې پرون ماښام په شېرزادو ولسوالۍ کې پر یوه موټر چې طالبان په‌کې سپاره و، وشو، ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

وسله‌والو طالبانو بیا د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

دغه‌راز د یوه بل خبر له مخې د کونړ چارواکي د یوه ماین په چاودنه کې د یوه محلي پولیس د وژلو خبر ورکوي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل، چاودنه تېر ماښام د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په پلې ګزمه وشوه.