د ترکمنانو د ملاتړ یوه ډله: د عبدالرؤف تر خوشې کېدو مو اعتراضونه دوام لري

اعتراض کوونکي د عبدالرؤف د خوشې کېدو غوښتنه لري.

د ترکمنانو د ملاتړ یوه ډله وایي، د عبدالرؤف په نوم د تښتول شوي ماشوم د خلاصون لپاره به د دوی اعتراضونه تر هغو دوام ولري چې هغه د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شوی نه‌وي.

د افغانستان د ترکمنانو د ټولنیز حرکت د سازمان رئیس محمد زمان ګونش پرون ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا ۸۰ ورځې یې د تحصن په ګډون په نورو بڼو اعتراضونه وکړل، خو افغان چارواکو یې غوښتنو ته پام ونه‌کړ، ځکه‌یې اوس د فاریاب تر اقینه بندره پورې د دې ولایت د څلورو ولسوالیو غځېدلې لویې لارې له تېرې پنجشنبې راهیسې تړلې دي.

ښاغلي ګونش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دوی یوازنۍ غوښتنه د عبدالرؤف خوشې کېدل دي.

ښاغلی ګونش زیاتوي: "چا په دغومره ورځو کې موږ ته د مرستې لاس را اوږد نه‌کړ. دغه عبدالرؤف جان چې خوشې شي، موږ به یوه ورځ هم دلته ونه‌درېږو. موږ د مجبوریت له مخې په دې بڼه د عدالت غوښتنه کوو، همدغه لویې لارې بندوو."

ښاغلي ګونش وویل، د ترکمنانو یوې ډلې چې کابل ته تللې، پرون د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل او له دې مخکې یې له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم کتنې ترسره کړي، خو تر اوسه‌یې هېڅ نتیجه نه‌ده ورکړې.

نهه کلن عبدالرؤف چې نږدې څلور میاشتې مخکې له بلخ ولایت څخه تښتول شوی، تښتونکي یې د خلاصون به بدل کې له کورنۍ څخه د نږدې دوو ملیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.