لوېدیځ هېوادونو د میانمار یا پخوانۍ برما له پوځه وغوښتل چې د مظاهره کوونکو په وړاندې دې له شخړو ډډه وکړي.
داسې نښې لیدل شوي چې ګواکې د دې هېواد امنیتي ځواکونه دې ته تیاری نیسي چې هغه مخالفین وځپي چې غواړي د پوځ لهخوا د دوه اوونۍ مخکې کودتا په وړاندې اعتراضونه وکړي.
پوځ د دغې کودتا په نتیجه کې د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي له واکه لیرې او هغهیې په کور کې نظربنده کړې ده.
په هغې اعلامیه کې چې د اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالاتو او د کاناډا سفیرانو او ۱۲ اروپایي هېوادونو پرون یکشنبې خپره کړې، له کودتا راهیسې په دې هېواد کې د سیاسي مشرانو نیونې او د خبریالانو ځورونې غندل شوې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې لوېدیځ د ډیموکراسۍ، ازادۍ، سولې او سوکالۍ په چارو کې د میانمار د خلکو د هڅو ملاتړ کوي او زیاته شوې چې نړۍ په دې هېواد کې وضعیت له نږدې څاري.
دغهراز په میانمار کې د امریکا سفارت امریکایي اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ګرځبندیز په مهال، د ماښام له اتو د سهار تر څلورو بجو په امن ځای کې ځانونه خوندي کړي.
د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې پوځ کودتا کړې، د انګ سان سوچي په ګډون په سلګونو سیاسي مشران او فعالان نیول شوي دي.