د اوکراین پوځ وایي، درې سرتېري یې پرون د دغه هېواد په ختیځ کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.
پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې پرونیې خپره کړې، ویلي، درې سرتېري یې دونیتڅک سیمې ته نږدې د نووو لوهانسکې په ښارګوټي کې هغه مهال ووژل شول چې خپلو پوستو ته په لاره پرې یوه چاودېدونکې وسیله وچاودله.
په دې سره په سیمه کې چې د اوکراین ځواکونه له شپږو کلونو راهیسې له روسي ملاتړو بېلتون غوښتونکو سره په جګړه کې ښکېل دي، په یوه اوونۍ کې د اوکرایني وژل شویو سرتېرو شمېر پنځو ته ورسېد.
تر دې درې ورځې مخکې په دونیتڅک کې له تېر دوبي راهیسې د اوربند له نافذېدو سره سره، په سیمه کې دوه اوکرایني سرتېري په یوه وسلهواله نښته کې وژل شوي وو.