اسلام‌قلعه بندر کې لا هم د ګازو لمبې بلې دي

اسلام‌قلعه بندر کې لګېدلی اور

په هرات کې د اسلام‌قلعه بندر له ځینو سیمو لا هم د ګازو لمبې پورته کېږي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې په بندر کې هېڅ موټر روغ نه‌دی پاتې.

د هرات د سوداګرۍ خونې رئیس یونس قاضي‌زاده وايي د پرونۍ لویې اور لګېدنې په خاطر افغان سوداګرو تر ۵۰ ملیونو ډالرو پورې زیان لیدلی دی.

د اسلام‌قلعه په بندر کې پرون د تېلو او ګازو ټانکرونه یو په بل پسې وچاودېدل او اور یې واخیست.

چارواکو رسماً خلکو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو روېټرز اژانس د ۶۰ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.

افغان حکومت د اسلام‌قلعه په بندر کې د لویې اور لګېدنې د څېړنې لپاره یو پلاوی ګمارلی او هرات ته‌یې لېږلی دی.

اسلام‌قلعه له ایران سره په پوله پروت د افغانستان یو مهم بندر دی چې په‌کې د راپورونو په اساس تر دوه نیمو زرو بار وړونکي موټر او د تېلو او ګازو ټانکرونه درول شوي وو.