افغان ولسمشر اشرف غني وایي له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتل مسؤلانه نهو او له املهیې دا هېواد کورنۍ جګړې ته دننه کړای شو.
ښاغلي غني دا خبره نن له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې کړې ده.
ښاغلی غني زیاتوي: "د دې لپاره چې د شوروي ځواکونو وتل مسؤلانه نهو او د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ تدبیر پهکې نهو سنجول شوی افغانستان یوه څو بعدي کورنۍ جګړې ته دننه کړای شو چې په نتیجه کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او زېربناوې لهمنځه یوړل شوې."
ځینو نورو چارواکو او جهادي مشرانو هم د دې ورځې په مناسبت پیغامونه خپاره کړي.
له دې ډلې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د سلواغې په ۲۶مه د شوروي ځواکونو په وړاندې د افغانستان د خلکو مبارزې نتیجه ورکړه او دا ځواکونهیې له افغانستانه وتلو ته اړ کړل.
هغه ویلي په افغانستان کې د شوروي په ۱۰ کلن حضور څه باندې یو ملیون افغانان ووژل شول او د ده په خبره د کودتا او ترهګرۍ بنسټونهیې کېښودل چې تر ننه د جنګ د دوام لامل شوی.
شوروي ځواکونه په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته دننه او تر نږدې ۱۰ کلن حضور وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه ووتل.