د امریکا سنا جرګې پرون د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالد ترمپ د بلوا پارولو له توره تبرئه کړ.
د سنا جرګې ۵۷ سناتورانو د ډونالد ټرمپ محکومېدو ته رایې ورکړې، خو ۴۳ نورو د پخواني ولسمشر له محکومېدو سره مخالفت وکړ.
د جمهوريپال ګوند ۷ سناتورانو په دې قضیه کې له ډیموکراتانو سره لاس یو کړ او د ټرمپ محکومیت تهیې رایې ورکړې.
ټرمپ په هغه صورت کې محکومېدای شوای چې د سنا جرګې له ۱۰۰ استازو څخه ۶۷ هغو یې د ده خلاف رایې کارولې وای.