هلمند کې د هاوان لګېدو د یوې کورنۍ دوه ماشومې نجونې ووژلې

د افغانستان په نقشه کې هلمند ولایت

په هلمند کې ولسي استازي ادعا کوي چې د هاوان د لګېدو له کبله د یوې کورنۍ دوه ماشومې نجونې وژل شوې دي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطا الله افغان ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره ورځ ناوخته د ناوې ولسوالۍ په ګورګین سیمه کې شوې ده.

ښاغلی افغان زیاتوي: "دغه ماشومان یوه سړک باندې روان و، دلته د ملي اردو یوه قرارګا ده، هغې هاوان غورځولی و چې دغه دوه نجونې او یو هلک درې واړه لګېدلي دي، دوه نجونې په شهادت رسېدلي او یو ماشوم هلک ټپي دی، دوی بیا دغه جسدونه د هلمند ولایت دروازې ته هم راوړل د غور لپاره چې د دوی غور وشي."

په جنوبي ولایتونو کې زموږ خبریال هڅه کړې چې په دې اړه د هلمند د چارواکو نظر هم واخلي، خو چا ورته ځواب نه‌دی ورکړی.