اسلام‌قلعه ګمرک کې اور لګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

اسلام‌قلعه بندر کې اور لګېدنه

د افغانستان مالیې وزارت وایي چې په اسلام‌قلعه ګمرک کې اور لګېدنې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه وزارت تېر ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اور لومړی د یوه ټانکر د اور لګېدو له کبله بل شو چې وروسته‌یې لمن ټول ګمرک ته ورسېده.

روېټرز خبري اژانس د ځایي چارواکو په حواله ویلي چې د دې سخت اور له کبله شاوخوا ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.

مالیې وزارت خلکو ته د سر زیان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې د وزارت د ګمرکاتو د مشرتابه په ریاست یو پلاوی یې هم هرات ته لېږلی چې د پېښې د څرنګوالي او زیانونو په اړه څېړنه وکړي.

وزارت ویلي چې دوی له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کوي.