د جاپان فوکو شیما ایالت ۷،۱ ريښتر درجې زلزلې ولړزاوه

ارشیف، د جاپان د زلزلې او سونامي د خبرتیا ورکونې اداره

د جاپان د فوکو شیما ایالت په سواحلو کې پرون د ریښتر په کچه ۷،۱ درجه زلزله وشوه. د زلزلې شدت دومره و چې ان د پلازمېنې توکیو ودانۍ یې ولړزولې.

لومړني راپورونه ښيي چې عمده زیانونه نه‌دي اوښتي او د زلزلې له کبله د سونامي خبرداری هم نه‌دی ورکړل شوی.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د دغې زلزلې مرکز په شمال ختیځو سواحلو کې ۶۰ کیلو متره په ځمکه کې ژور و.

دا زلزله د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې د ۱۱مې زلزلې له ۱۰ کلنۍ څو اوونۍ مخکې کېږي.

هغې زلزلې لویه سونامي رامنځته کړه او د جاپان شمال ختیځ کې یې ډېرې سیمې ویجاړې کړې.

د یوه بل خبر له مخې پرون د ۴،۷ درجو یوې زلزلې د ارمنستان پلازمېنه ایروان لړزولی دی.