د افغانستان د ملي امنیت رییس وايي، د تروریستي حملو په تور ډېرى نیول شوي کسان طالبان دي.
احمدضیا سراج نن د امنیتي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د وروستیو عملیاتو په اړه دجزییاتو له ورکولو وروسته وویل، چې ځینې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالیت کوي خو د ده په وینا تر ټولو زیات نیول شوي تروریستان طالبان دي.
هغه زياتوي: "په دې ارقامو کې چې ما درکړل ډېری طالبان دي. طالبان ځکه پکې زیات دي چې تقریبآ په سلو کې په ۹۸- ۹۹ پېښو کې د طالبانو لاس دی."
په ګډه امنیتي غونډه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ساحې د پراخېدو په اړه یوه وروستي راپور ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې طالبان په بهر کې غونډې کوي او خپل مړي په بهر کې ښخوي.
ښاغلي محب په دې اړه د پژواک خبري آژانس د تېرې اونۍ هغه راپور رد کړ چې د یوې ټولپوښتنې پربنسټ وايي، چې د هېواد په ځینو سیمو کې په سلو کې اویا خاوره د طالبانو په ولکه کې ده.