ټاکل شوې چې د پاکستان او افریقا کرکټ لوبډلې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) دوهمه شل اوورېزه لوبه ترسره کړي.
د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوورېزو لوبو لړۍ تېره پنجشنبه پيل شوې ده.
د دې لوبو لومړی یې پاکستان ګټلې ده.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه نن په لاهور کې ترسره شي.
په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پاکستان په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٩ منډې وکړې.
سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او یوازې یې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې.
په یاده لوبه کې پاکستاني محمدرضوان پر سویلي افریقا نوى ريکارډ جوړ کړ.
نوموړي د سويلي افريقا پر وړاندې په ٦٤ توپونو ١٠٤ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ٧ شپږيزې او ٦ څلوريزې يې هم ووهلې.