په کندهار او کونړ کې په بمي چاودنو کې پنځه پولیس وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې دولس تنه پولیس نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) سهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هاموې موټر کې د ځای پرځای شوېو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو یې پړه منلې ده.
بل خوا د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي محمد ساپي ویلي چې تېره شپه په چپې درې ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
وړمه ورځ هم د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې دوو غبرګو چاودنو ۷ کسانو ته چې دوه په کې ملکیان وو، مرګ ژوبله واړوله.
د دې حملو په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې لا څه نه دي ویلي.