پنټاګون: افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر په لوړه کچه روان دی

د پنټاګون ویاند جان کربي

د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر په لوړه کچه روان دی او په پایله کې یې خلک کړېږي.

دا خبره د پنټاګون ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

هغه وویل، امریکا په همدې خاطر د یوه سیاسي جوړجاړي په لټه کې ده، څو په مسوولانه توګه جګړه پای ته ورسوي.

هاخوا د فرانسې خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله ویلي چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل په رانږدې کېدو له جدي معضلو سره مخ دی.

د دغه چارواکي نوم نه دی اخېستل شوی او په حواله یې ویل شوي چې طالبان د اکثرو هدفي وژنو مسوولین دي او دې ډلې د تاوتریخوالي یو ایکو سیسټم رامنځته کړی دی.