د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په بند محکوم شول

آرشیف

عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو څه د پاسه ۳۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په بند باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د نشه يي موادو (۲۶) قضیې څېړلې چې په نتیجه کې یې (۳۴) قاچاق کوونکي او د نشه يي موادو خرڅوونکي له دریو څخه نیولې بیا تر (۲۹) کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل، له نیول شویو کسانو څخه څه د پاسه (۴۴) کیلوګرامه هیرویین، اووه کیلوګرامه مورفین، (۶۰) کیلوګرامه تاریاک، دیارلس کیلوګرامه ښیښه، (۶۴۰) ګرامه نشه يي ګولۍ او څه د پاسه (۳۰۰) کیلوګرامه بنګې نیول شوې دي.