اروپایي ټولنه: بهرني ځواکونه دې شرایطو ته په کتو له افغانستانه ووځي

جوزپ بورل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وایي، شرایطو ته په کتو دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د ارګ د اعلامیې له مخې ښاغلي بورل پرون په ټیلفون له افغان ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پرمهال دا هم وویل، چې اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې بهیر له نږدې څاري، ټینګار کوي چې تاوتریخوالی باید د پام وړ کم شي او دایمي اوربند وشي.