په چین کې د بریتانیا د يوه تلویزیون پر لیدلو بندیز ولګېد

آرشیف

د چین د ملي راډیو او تلویزیون ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په چین کې د بریتانیا د تلویزیوني چاینل "بي بي سي" پر لیدلو بندیز ولګېد.

دا اعلان یوه اونۍ وروسته تر دې وشو، چې د بریتانیا د رسنیو د تنظیم ادارې د چین د دولتي تلویزیون جواز لغوه کړ.

د چین په بیان کې راغلې دي چې ( بي بي سي) په دغه هېواد کې د راپور ورکولو له اصولو جدي سرغړونه کړې ده، د اصولو له مخې باید خبرونه رښتیا او بېطرفه وي خو دا خبرونه د چین له ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

د ( بي بي سي) یوې ویاندې په یوه بیان کې چې د ایمیل له لارې یې خپور کړی دی، لیکلي دي چې دوی د چین د چارواکو دې پرېکړې ډېر ناهیلي کړې دي او ( بي بي سي) په نړیواله کچه ډېره باوري سرچینه ده چې په عادلانه، بې پرې ډول د چا له وېرې او ملاتړه پرته راپور ورکوي.