د ایران سپاه پاسداران د ځمکني قواوو تمرینات پیل کړل

ایراني ځواکونه

د ایران سپاه پاسداران انقلاب د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې د عراق پولو ته نژدې د ځمکني قواوو تمرینات پیل کړل.

د ایران 'پرېس ټي وي' راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد پاکپور نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) ویلي چې دې پوځي تمریناتو کې چې پیامبر بزرګ نومول شوي او د ستر پیغام ورکوونکي مانا ورکوي، بې پیلوټه الوتکې، هلیکوپټرې او توپخانه کارول کېږي.

دا نه دي ویل شوي چې دغه پوځي تطبیقات به ترڅه وخته دوام کوي؟

د ایران او امریکا ترمنځ د لانجو تر ډیرېدو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو کې تهران څو ځله پوځي تمرینات کړي دي.

تهران غواړي د امریکا نوې اداره تر فشار لاندې راولي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته بېرته را وګرځي.