برما کې د کودتا پرضد د مظاهره چیانو اعتراض ۶مې ورځې ته وغځېد

برما کې مظاهره چیان

په برما (میانمار) کې زرګونو مظاهره کوونکو نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) شپږمه ورځ هم د رژیم پر وړاندې د پوځ د کودتا له کبله خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

مظاهره کوونکي په پلازمېنه نایپېداو او یوه لوی ښار یانګون کې راټول شوي او د دې هېواد د توقیف شوي مشرې انګ سان سوچي او نورو ګوندي غړو خوشې کېدل غواړي.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي پر حکومت پوځي کودتا وشوه، ملکي حکومت لغو او واک پوځ واخېست.

له هغه راهیسې لسګونه زرو کسانو اعتراضونه پیل کړل او د ملکي حکومت بېرته راتګ غواړي.

د امریکا متحده ایالاتو په برما کې پر کودتا کوونکو د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی دی.