د ملي امنیت ریاست کابل کې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اته نفري ډلې د مریم په نوم یوه درې کلنه ماشومه تښتولې وه چې د عملیاتو په پایله کې یاده ماشومه هم راخوشې شوه.

په اعلامیه کې راغلي دي چې تښتونکو د مریم د خوشې کېدو په بدل کې د هغې له کورنۍ ۴۰ زره ډالره غوښتل .

په خبر خبرپاڼه کې راغلي دي چې د انسان تښتونکو د نیولو دغه عملیات تېره شپه د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې په اړوند سیمه کې ترسره شول.