ننګرهار کې چاودنو ۲ تنه ووژل او ۵ تنه نور ټپیان دي

ارشیف، ننګرهار کې پر یوه موټر شوې چاودنه

په ننګرهار کې چاودنو بیا هم ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې نن سهار د بهسودو ولسوالۍ په رېنګ روډ سیمه کې په یوه لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې یو کس په‌کې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم په یوه شخصي موټر کې مقناطیسي ماین چاودلی دی.

د ننګرهار د والي دفتر د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د دواړو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.