طالبانو ته د ایران پیغام: د تشدد له لارې واک ته رسېدونکي حکومت مخالف یو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د ایران سفیر بهادر امینیان کتنه

ایران طالبانو ته ویلي، افغانستان کې له داسې حکومت سره مخالفت کوي چې د زور او تشدد له لارې واک ته ورسېږي.

دغه څرګندونې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان پرون د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د کتنې پر مهال وکړې.

د ایران سفیر ونه‌ویل چې د هغه هېواد چارواکو څه وخت طالبانو ته دا خبرې کړې دي، خو د طالبانو د قطر دفتر یوه لوړپوړي پلاوي وروستیو کې ایران ته سفر کړی و او هلته‌یې له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د ایران د سفیر له قوله راغلي چې هېواد یې افغانستان کې د اوربند او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په جوړولو کې د ایران پر رول ټینګار کوي.