د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په جوی غازي سیمه کې تېره شپه یوه موټر بم چاودنه شوې ده.
د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، له چاودېدونکو توکو ډک ټونس موټر د ملي اردو یوې پوستې ته له رسېدو مخکې چاودلی او چا تهیې مرګژوبله نهده اړولې.
د هرات والي دا کار د طالبانو بولي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د هرات په اوبې ولسوالۍ کې بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي چې د هرات د والي په وینا، طالبانو د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته سیمه پرېښې ده.