د ایران ولسمشر: د بندیزونو او اقتصادي جګړې وخت پای ته رسېدلی

د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ایران په ازادي میدان کې د اسلامي انقلاب د ۴۲م کال د لمانځلو په مراسمو کې د یوې ټلوېزیوني وینا پر مهال

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، د بندیزونو او اقتصادي جګړې وخت پای ته رسېدلی دی.

ښاغلي روحاني پرون چهارشنبه د ایران په ازادي میدان کې د اسلامي انقلاب د ۴۲م کال د لمانځلو په مراسمو کې د یوې ټلوېزیوني وینا پر مهال وویل: "بندیزونه، کرونا، رسنیز فشارونه، رواني جګړه او پوځي ګواښونه هغه څه وو چې تېر یوه کال کې یې په څلورو جبهو کې موږ وګواښلو، د حد اکثري بندیزونو وخت پای ته رسېدلی دی، د اقتصادي جګړې دوران بشپړ شوی، نوره جګړه نه‌شته، ټول پوه شوي چې حد اکثري فشار له ماتې سره مخامخ شوی دی."

د ۱۹۷۹ زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د اسلامي انقلاب وسله‌والو ځواکونو د محمد رضا شاه پهلوي شاهي رژیم نسکور کړ، د ایران کنټرول‌یې خپل لاس کې واخیست او ایت‌الله روح‌الله خمیني یې د واک په ګدۍ کېناوه.

له همدې انقلابه را په دې خوا د ایران او امریکا اړیکې له جدي لانجو سره مخامخې دي.