د باختر د سرو زرو ګنجینه چې په جنوري میاشت کې یې په اړه د ولسي جرګې مشر او یو شمېر نورو وکیلانو اندېښنه څرګنده کړې وه او له افغانستانه یې یو بل با اعتباره هېواد ته د انتقال غوښتنه کړې وه، د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ په ارګ کې نندارې ته وړاندې شوه.
د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي د نندارتون د پرانېستې پر مهال وويل چې د ولسي جرګې د غړو له وروستیو اندېښنو وروسته ارګ پریکړه وکړه چې د خلکو او د دوی د استازو د ډاډ تر لاسه کېدلو په هدف د باختر د سرو زرو ګنجینه نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي رحیمي وويل چې د باختر ګنجینې ټول اثار په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په نړیواله کچه ثبت شوي دي او د افغاستان ملي بانک کې ترې په منظم ډول ساتنه کېږي.
د افغانستان ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي وايي: "په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په لومړي ځل دا اثار ثبت او راجسټر شول او اوس هم د ملي موزیم سره ثبت دي چې څو کاپیانې یې په نړۍ کې هم خوندي ساتل کېږي، د افغانستان کابینې له اندېښو وروسته پرېکړه وکړه چې دا اثار دې د رسنیو لپاره نندارې ته وړاندې شي."
په دې اړه نور: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د باختر ګنجینه دې دننه افغانستان کې وساتل شيپه یاد نندارتون کې د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې يو شمېر غړو هم ګډون کړی وو او د باختر ګنجينې له اثارو یې لیدنه وکړه.
د مشرانو جرګې لومړی مرستيال محمد عالم ايزديار په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:
"په بېلابېلو پيړيو او دورو کې ساتل شوې ده، ان په هغه زمانو کې چې په وطن کې جدي محاولات وو، کورنۍ جګړې روانې وې، خو بيا هم سختو شرايطو کې ساتل شوې ده، له حکومته غوښتنه کوو چې د دې ګنجينې او نورو ګنجينو په ساتلو کې ښه پاملرنه وکړي."
د مشرانو جرګې یوې بلې غړې فوزیې سادات څمکنۍ بیا وايي، مشرانو جرګه ډاډه ده چې افغان حکومت د باختر ګنجینې له اثارو ساتنه کړې او له دې وروسته هم باید ترې سمه ساتنه وشي: "پر خپل حکومت باور لرو چې هېڅکله خپل فرهنګي میراث نه چاته لېږي او نه یې هم چاته ورکوي، په دې اړه چې باختر ګنجینه بهر ته وړل شوې ده اوس دا ثابته شوه چې دوی په غلطه دي او خبرې یې ناسمې وې."
په دې اړه نور: ارګ: د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بېځایه او د "تأسف" وړ ديباختر ګنجینه چې د افغانستان لپاره کلتوري ارزښت لري د بګرام، فلول غونډې او اۍ خانم په ګډون په کې په لسګونو د سرو زرو اثار موجود دي چې په ۲۰۰۷ میلادي کال نه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې په ۱۳ هېوادنو کې نندارې ته وړاندې شوې وه او له درکه یې له۳۵۰ میلیونونو زیاتې افغانۍ عواید ترې ترلاسه شوي وو.