د پاکستان سترې محکمې د ۲ رواني ناروغانو د مرګ سزا راګرځولې

د پاکستان د محکمې ودانۍ

د پاکستان سترې محکمې په یوه ځانګړي حکم سره د هغو دوو رواني ناروغانو د مرګ سزا راګرځولې چې لسګونه کلونه یې د اعدامېدونکو کسانو په لیکه کې په بند کې تېر کړل.

دغې محکمې نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) حکم وکړ چې که یو محکوم بندي د رواني ناروغۍ له کبله ونه شي کولی د خپلې سزا دلیل او منطق درک کړي، نو د هغه د اعدام د حکم پلي کېدل د عدالت اهداف نه شي تامینولی.

د بشري حقونو فعالانو د دې اقدام هرکلی وکړ.

پاکستان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو برخه کې له هغه نړیوال کنوانسیون سره یوځای شو چې د رواني ناروغو بندیانو اعدام منع کوي.

له هغه راهیسې دې هېواد کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یوازې یو رواني ناروغ بندي اعدام شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې د فبرورۍ د ۱۰مې په حکم سره د زندانونو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د درېیم بندي په اړه هم د بښنې یو نوی غوښتنلیک چمتو کړي.

غلام عباس نومې څه باندې ۱۵ کاله د اعدامېدونکو بندیانو په ډله کې تېر کړل.