ترکیه سپوږمۍ ته ستوربېړۍ استوي

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکیه غواړي چې سپوږمۍ ته ستوربېړۍ واستوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ وویل چې په پام کې لري تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې به د نړیوالو په مرسته سپوږمۍ ته ستوربیړۍ ولېږي او فضا ته به یو ترک وګړی په ماموریت لاړ شي.

رجب طیب اردوغان د خپل هېواد لپاره لس ستراتیژیک هدفونه ټاکلي چې یو یې دا دی چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د دې هېواد یو وګړی د علمي ماموریت لپاره فضا ته لېږل کېږي.

د ښاغلي اردغان دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د متحده عربي اماراتو یوه ستور بیړۍ پرون مریخ ته ورسېده.

عربي متحده امارات په اسلامي نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې د مریخ اتوموسفیر ته یې ستور بیړۍ رسېږي.