د برما/ میانمار پولیس پر هغو اعتراض کوونکو چې د عمومي راغونډېدو ممنوعیتیې له پامه غورځولی وو، ډزې کړي او له اوبو شیندونکو ماشینونو یې کار اخیستی دی.
د تېرې اوونۍ د کودتا وروسته د دې هېواد وګړي قهرېدلي او په اعتراض راوتلي دي.
پرون څلورمه پرلهپسې ورځ وه چې د دوی اعتراضونو دوام وکړ. اعتراض کوونکي نظام په دیکتاتورۍ تورنوي او د میانمار د منتخبې مشرې انګ سان سوچي نیول کېدل غندي.
معترضین ملکي حکومت ته د واک ورسپارل او سوچي او د نورو واکمنو ګوندونو د غړو خلاصون غواړي.
دغه کسان د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه هغه مهال ونیول شول چې پوځ واک ترلاسه کړ.