د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر: روسیه د خپل‌سرۍ پر خطرناک لوري روانه ده

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وایي مسکو ته د تېرې اوونۍ سفر کې یې وموندله چې روسیه د په خپل سرۍ پر یوه خطرناک لوري روانه ده.

بورېل خبرداری ورکړ چې کرملېن د سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ د بندي کېدو له کبله د نویو بندیزونو سره مخامخ کېدای شي.

نوموړي چې پرون‌یې مسکو ته د خپل سفر په اړه د اروپا پارلمان ته راپور ورکاوه، وویل چې که د بشري حقونو موضوع د خبرو یوه برخه وي، نو کرملېن د رغنده اړیکو جوړولو ته هېڅ لېواله نه‌ده.

د الکسي ناوالنۍ په نیول کېدو سره د روسیې او اروپایې ټولنې اړیکې لا سړې شوې دي.