میانمار کې له اعتراض کوونکو سره د پولیسو تاوتریخوالی!

په میانمر کې پولیس له یوه اعتراض کوونکي سره ښکېل دي.

په میانمار کې پولیس د پوځي کودتا پرضد د اعتراض کوونکو د خورولو په خاطر تشدد کړی دی.

اعتراضونه نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) د دې سربېره روان وو چې د نوي پوځي حکومت چارواکو خبرداری ورکړی و چې مظاهرې ثبات ګواښي، نو د دوی پرضد به لاس په کار شي.

نن څلورمه ورځ ده چې په میانمار کې مظاهرې دي.

په دغه هېواد کې منتخب مشره انګ سان سوچي پوځیانو ونیوله او نظامي حکومت یې اعلان کړ.

اعتراض کوونکي غواړي چې واک بېرته ملکي حکومت ته وسپارل شي، انګ سان سوچي او نورهغه سیاسي مشران چې د فبروري په لومړۍ نیول شوې دي، بېرته خوشې شي.

د راپورونو له مخې پولیسو په پلازمېنه نایپیتاو، یانګون او د میانمار په اکثرو نورو ښارونو کې د مظاهره چیانو د خورېدو لپاره هوایي ډزې کړې دي او پر هغوی یې اوبه شیندلي دي.

پوځ په ښارونو کې تر پنځو تنو د زیاتو کسانو یوځای کېدل منع کړي دي او د شپې په مخه یې ګرځبندیز اعلان کړی دی.