د ازبکستان ولسمشر د ټاکنو په اړه خپل د پارلمان لایحه تصویب کړه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف

د ازبکستان ولسمشر نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) د خپل هېواد د پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د ولسمشرۍ ټاکنې په دغهَ هېواد کې په اکتوبر کې ترسره کېږي.

د دې تصویب شوې لایحې له مخې د ولسمشرۍ او پارلمان عمومي ټاکنې د اکتوبر د وروستیو لسو ورځو لومړۍ یکشنبې ترسره کېږي. سږ کال دا یکشنبې د اکتوبر له ۲۴مې سره برابره ده.

پخوا په ازبکستان کې هر پنځه کاله وروسته د ولسمشرۍ انتخابات د ډسمبر د وروستیو لس ورځو په لومړۍ یکشنبې ترسره کېدل.

یو شمېر انتقاد کوونکي وایي، د ټاکنو د دې نوې نېټې د وړاندیزعلت دا دی چې په ډسمبر کې د ازبکستان پر حکومت د دې لپاره تل انتقاد کېږي چې د ژمي په ترڅ کې د خلکو د تودېدو لپاره د انرژي سم غم نه خوري.

د پارلمان غړیو تېره میاشت د دې ټاکنو لپاره د نوې نېټې وړاندیز وکړ.

تمه ده چې اوسنی ولسمشر شوکت میرضیاییف به دې ټاکنو ته ځان نوماند کړي.