ولسمشر اشرف غني او د هند صدراعظم نرېندرا مودي نن سې شنبه د شاه توت د برېښنا د بند د رغونې د پروژې سند لاسلیک کړ.
مخکې له دې د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل چې د ۲۸۶ ملیونه ډالرو په لګښت د دې بند د رغونې تړون به د ولسمشر غني او صدراعظم مودي په مجازي سرمشریزه کې لاسلیک شي.
ښاغلی مینهپال زیاته کړه: "نن به د افغانستان جمهور رئیس او د هند لومړی وزیر د وېډیو کنفرانس له لارې د للندر د شاه توت بند د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړي."
د کابل سیند پر سر په للندر سیمه کې د پلان شوي شاه توت بند له جوړېدو سره به د چارواکو په وینا د کابل شاوخوا دوه ملیون وګړو ته د څښاک اوبه ورسېږي او د پلازمېنې د ځمکنیو اوبو د وچېدو ستونزه به اواره کړي.
شاه توت د هرات له سلما بند وروسته د افغانستان دوهم بند دی چې د رغونې چارې یې هند ترسره کوي.