جرمني، سویډن او پولنډ په یوې ګډې هڅې سره درې روسي ډیپلوماتان له خپلو هېوادونو وایستل.
دا څو وروستۍ اوونۍ د اروپايي ټولنې او روسیې سیاسي اړیکې تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلې دي.
لومړی روسیې اعلان وکړ چې د جرمني، سویډن او پولنډ ځیني ډیپلوماتان او د قونسلګرۍ کارکوونکي د روسیې د حکومت ضد مظاهرو کې د ګډون په خاطر له دغه هېواده باسي.
تر دې اقدام وروسته یادو درېیو اروپايي هېوادونو تأیید کړه چې ډیپلوماتانیې د جمعې په ورځ له روسیې ووتل. یادو هېوادونو اوس ورته اقدام کړی دی.
جرمني د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په برلین کې یې د روسیې د سفارت یو کارکوونکی ایستلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې روسیې د جرمني د سفارت د یوه کارکوونکي په شمول یو شمېر اروپايي ډیپلوماتان اړ ایستل چې له مسکو ووځي. د جرمن چارواکو په خبره د روسیې دې کار هېڅ توجیه نهدرلوده.
برلین همداراز د کرملېن د اصلي منتقد/ د اپوزېسیون بندي مشر الکسي ناوالنۍ په پلوۍ په مظاهرو کې د خپلو ډیپلوماتانو ګډون رد کړی.
سویډن هم ورته ګام پورته کړی. په پلازمېنې ستاکهلم کې یې د روسیې د سفارته یوه کارکوونکي ته خبر ورکړی چې له سویډن ووځي.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لیندي په خپل ټویټر لیکلي د روسیې د سفارت د یوه کارکوونکي د ایستلو اقدام له روسیې د یوه سویډني ډیپلومات د نهمنلو اخراج د پرېکړې په غبرګون کې شوی.
لیندي ډاډ ورکړی چې ډیپلوماتیې په روسیه کې یوازې خپله دنده ترسره کوله.
پولنډ هم دوشنبه د پوزنان لوېدیځ ښار کې د روسیې د قونسلګرۍ یوه کارکوونکي ته ویلي چې له دغه هېواده ووځي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دا پرېکړه له جرمني او سویډن سره په همغږۍ شوې ده.
اخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل له اروپايي هېوادونو یې د درېیو ډیپلوماتانو اخراج د توجیه وړ نهدی او په غیر دوستانه شکل ترسره شوی دی.
کرملېن د اروپايي ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره دلیل راوړی و چې ګواکې دغو ډیپلوماتانو د روسیې حکومت ضد اعتراضونو کې په ګډون سره د روسیې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوله.
جرمني، سویډن او پولنډ د روسیې دا ادعاوې بېځایه وبللې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او ځینو نورو د روسیې لهخوا د اروپايي ډیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه غندلې وه.